دی BBU دا

که چېرې تاسې مرستې ته اړ یاست (په دې مانا، چې پیسې نلرئ)، BBU په فدرال هستوګنځیو کې ستاسو د ساتنې، پالنې او تغذیې مسئولیت پر غاړه لري. سربېره پر دې BBU د پناه غوښتنې په پروسته کې حقوقي سلامشوره هم ورکوي. که چېرې تاسو غواړئ چې خپل هېواد ته بېرته ستانه شئ، BBU نه په دې برخه کې هم مرسته غوښتی شئ.

د BBU حقوقي سلامشوره

BBU مخکې له دې چې تاسو د پناه غوښتنې او بهرنیو د چارو فدرال ادارې سره مرکه ولرئ او یا مخکې له دې چې فدرال اداري محکمې سره مرکه ترسره کړئ، تاسو ته په دې دواړو برخو کې وړیا حقوقي مشوره درکوي، ورسره ستاسو په غوښتنه، په لاندېنیو برخو کې ستاسو حقوقي استازولي هم کولی شي:

د نړیوالې پناه غوښتنې لپاره غوښتنلیک (د اسنادو د ترلاسه کولو او یا ردېدو په پروسو کې)

په هغو چارو کې چې کله ستاسو هستوګنه ردېږي (د بېرته ستنېدو پرېکړه، اوتریش ته سفر څخه منعه کېدل، له اوتریش څخه شړل کېدل او د هستوګنې منعه کېدل)

زندان کې

دا چې د حقوقي مشورې له برخې سره څنګه اړیکه نیولی شئ، د خپل هستوګنځي له کارکوونکیو وپوښتئ او یا هم د دې انټرنټي لینک نه ګټه واخلئ.

د بېرته ستنېدو حقوقي مشوره

که چېرې تاسو غواړئ بېرته خپل هېواد ته ستان شئ، BBU تاسو سره په دې برخه کې هم مرسته کوي. زموږ مشاورین تاسو ته د بېرته ستنېدو په برخه کې مشوره درکوي، تاسو ته په خپل هېواد کې د ملاتړ د ترلاسه کولو په اړه مالومات درکوي او په ټولو اړینو اداري برخو کې درسره مرسته کوي.

دا چې د بېرته ستنېدو د حقوقي مشورې له برخې سره څنګه اړیکه نیولی شئ، د خپل هستوګنځي له کارکوونکیو وپوښتئ او یا هم د دې انټرنټي لینک نه ګټه واخلئ.

د BBU لومړنۍ اړینې مرستې

د BBU په لومړنیو اړینو مرستو کې تاسو ته به فدرال هستوګنځیو کې د اوسېدو ځای درکول کېږي او لاندیني خدمات درته وړاندې کېږي:

د اوسېدو ځای او د خوراک

روغتیايي خدمات

د جېب خرڅ، دا په دې پورې اړه لري چې ایا تاسو په خپله خوښه په مرستندویه چارو کې برخه اخلئ او اساسي اصولو کورسونو کې چې BBU یې وړانډې کوي برخه اخلئ او کنه.

په کال کې د ۱۵۰ یورو په بیه جامې (دا پیسې نغدې نه درکول کېږي)

د ښوونځي په عمر کې ماشوم ته په کال کې د ۲۰۰ یورو په بیه د ښوونځي اسباب (دا پیسې نغدې نه درکول کېږي)

تاسو کولی شئ د BBU په کارکوونکو باور وکړئ، دوی تاسو سره مرسته کوي.

نښه BBU د

 

کله چې تاسو دا نښان وګورئ، پوه شئ چې تاسو د BBU په کمپ یا د مشورې مرکز کې یاست. BBU په خپله د اتریش د دولت یوه برخه ده.

یې نه ترسره کوي BBU هغه څه چې

BBU ستاسو د پناه غوښتنې د غوښتنلیک یا په بل اروپايي هېواد کې ستاسو کورنۍ ته د سفر کولو د غوښتنلیک په اړه پرېکړه نه کوي. دا د (BFA) Bundesamt für Fremdenwesen und Asyl [د کډوالۍ او پناه غوښتنې فدرالي ادارې] دنده ده. تاسو حق لرئ چې د کډوالۍ او پناه غوښتنې د فدرالي ادارې د پریکړې په اړه رسمي شکایت وکړئ. وروسته له هغې به فدرال اداري محکمه Bundesverwaltungsgericht ستاسو د غوښتنلیک په اړه له سره پریکړه کوي: د پناه غوښتنې پروسه.

دا پرېکړه د BBU په لاس کې نده، چې د پاملرنې ایالتي هستوګنځي ته کله لېږدول کېږئ یا ټرانسفر کېږئ. او دا پرېکړه هم نکوي چې تاسو په کوم فدرالي ایالت کې هستوګنځي ترلاسه کوئ. دا پرېکړې د لومړنیو مرستو ایالتي څانګې کوي، چې په BBU هېڅ اړه نلري.

که تاسو کومه پوښتنه یا ستونزه لرئ او اړونده کاري ډله له تاسو سره مرسته نه کوي، موږ ته یې په اړه ووایاست. تاسو کولی شئ د کاري ډلې بل غړي ته مراجعه وکړئ، یا Infopoint ته ورشئ د خپل شکایت یا نظر په اړه فورمه ډکه کړئ او یا هم دې پتې ته بریښنالیک ولیکئ:
feedback.grundversorgung@bbu.gv.at یا
ombudsstelle.rechtsberatung@bbu.gv.at

مخکینۍ پاڼه
!سلام! ښه ورځ
د موضوعاتو لړۍ
بېرته مخپاڼې ته
وړاندې ولولئ
اتریش ته رارسېدل