!سلام! ښه ورځ

تاسو اوس په اتریش هېواد کې یاست.
موږ هیله لرو چې تاسو به ښه او روغ رارسېدلي یاست.

په دې وېبپاڼه کې تاسو د پناه غوښتنې د پروسې او په اوتریش کې ستاسو د هستوګنې په اړه مالومات ترلاسه کولی شئ. دا مالومات تاسو ته ستاسو د حقونو او مکلفیتونو په اړه پوهاوی درکوي. موږ تاسو ته سپارښتنه کوو چې د پناه غوښتنې له پروسې او د هستوګنې له شرایطو سره ښه اشنا شئ، او پوه شئ، چې ستاسو لپاره څه مهم دي.

د اوتریش د جمهوریت په اړه

اتریش په اروپا کې یو هیواد دی. اتریش د اروپایي ټولنې غړی دی. اروپايي ټولنه له ۲۷ هېوادونو، لکه جرمني، فرانسه، هنګري، یونان او نورو څخه جوړه ده. د اتریش پلازمېنه ویانا ده.

آیا تاسو وېره لرئ؟ آیا څوک تاسو ګواښي؟ هیله ده له پولیسو سره وغږېږئ.

آیا تاسو ستونزې یا پوښتنې لرئ؟

آیا تاسو نورو مالوماتو ته اړتیا لرئ؟ آیا تاسو د خپلې پناه غوښتنې په پروسه کې او یا د هستوګنځي او یا پاملرنې په برخه کې په کوم څه باندې نپوهېږئ؟

مهرباني وکړئ له هغه چا سره خبرې وکړئ چې تاسو ته د باور وړ وي. د بېلګې په توګه: که چېرې د پناه غوښتنې په اړوند ستونزه وي، له یوه حقوقي سلاکار یا سلاکارې سره او که چېرې ستاسو د اوسېدو د ځای په اړوند ستونزه وي، د پاملرنې د مرکز له یوه همکار یا همکارې سره پرې وغږېږئ.

د اړیکو مالومات تاسو دلته موندلی شئ: ادرسونه او موسسې

له ۱۸څخه کم عمر لرونکو ځوانانو لپاره مالومات
که ته تر ۱۸ کلونو څخه کم عمر لرې او د خپلې مور او پلار پرته اوتریش ته راغلی یې، د BBU ادارې د حقوقي سلامشورې څانګه د پناه غوښتنې په ټولې پروسه کې ستاسو استازولي کوي.
د موضوعاتو لړۍ
بېرته مخپاڼې ته
وړاندې ولولئ
دی BBU دا