هر هغه څوک چې په اتریش کې د پناه غوښتنه کوي (یا “د پناه غوښتنلیک سپاري”) یو خوندي ځای ته لېږدول کېږي. که چېرې تاسې خپلې پیسې نلرئ، تاسو به د پالنې یوه هستوګنځي ته ولېږدول شئ. دا یو داسې ځای دی چې تاسو ته به پکې خواړه، جامې، روغتیایي مرسته او نورو سره شریکه یوه کوټه درکړل شي.
د هغو ځوانانو لپاره مالومات چې عمر یې تر ۱۸ کم دی |
ایا تاسو له ۱۸ کلونو څخه کم عمر لرئ او بې له مور و پلاره اوتریش ته راغلي یاست؟ بیا به تاسو لومړی په (Traiskirchen) کې د پالنې ځانګړي ځای ته ولېږدول شئ چې د (Niederösterreich) په فدرال ایالت کې موقعیت لري. |
د پالنې په ټولو هستوګنځایونو کې به تاسو ته د همکارانو له لورې هرکلی ویل کیږي. کارکوونکي به له تاسو څخه دا پوښتي چې “ایا تاسو وږي یاست؟” یا “ایا تاسو جامو ته اړتیا لرئ؟” دوی به ستاسو د نوم او عمر په اړه هم تاسو وپوښتي. تاسو به له نورو ځوانانو سره په کور کې یوه شریکه کوټه ترلاسه کړئ، چې هغوی هم په اوتریش کې پناه غوښتې ده.
ستاسو له رارسېدو وروسته به تاسو ته د پېژندنې یو کارت درکړل شي. ستاسو د پېژندنې کارت مهم دی. تاسو باید دا کارت تل له ځانه سره ولرئ. که پولیس درڅخه پوښتنه کوي، مهرباني وکړئ نوموړی کارت ورښکاره کړئ.
د پناه غوښتنې د پروسې کارتونه دوه ډوله دي:
لومړی تاسو زرغون کارت ترلاسه کوئ:
د دې کارت مانا دا ده چې ستاسو د اوتریش ته ستاسو د داخلې پروسه پیلېږي (د داخلې پروسه د پناه غوښتنې د پروسې یوه برخه ده، د پناه غوښتنې د پروسې په اړوند لا زیات مالومات تاسو دلته لوستلی شئ.) تاسو کولی شې د پالنې هستوګنځي څخه بهر ووځئ، اما کورني اصول باید په پام کې ونیسئ (د بېلګې په توګه د ماخوستن له ۱۰ بجو باید بېرته هستوګنخي ته راستون شئ). د پروسې د زرغون کارت سره تاسو نشئ کولی په اوتریش کې دننه ازاد سفر وکړئ، دې ته د سیمې محدودیت وایي. دا چې تاسو له زرغون کارت سره تر کومه ځایه تلای شئ، د پالنې په هستوګنځي کې یې په اړه پوښتنه وکړئ.
کله چې د داخلې پروسه له مثبتې پایلې سره پای ته ورسېږي، تاسو ته به سپین کارت درکړل شي: تاسو ته د اوسېدو یو نوی ځای درکول کېږي. شاید تاسو د اوتریش یوې بلې برخې ته ولېږدول شئ، یوه بل فدرال ایالت ته. کله بیا په دې خاطر چې د اوسېدو لپاره یو ځای تش شي، یو څه وخت نیسي. که چېرې تاسې په کوم فدرال ایالت کې نیږدې خپلوان لرئ، دا هم په پام کې نیول کېدای شي. مهم ټکی: BBU اداره په دې پرېکړې کې هېڅ رول نلري چې تاسو کوم فدرال ایالت کې ځای ترلاسه کوئ او په دې پرېکړې باندې هېڅ ډول اغېز هم نلري.
د هغو ځوانانو لپاره مالومات چې عمر یې تر ۱۸ کم دی |
ته کولی شې تل د کارپوهانو نه مشوره واخلې. د خپل حقوقي مشاور د تېلفون شمېره درسره ولیکه |
تاسو به څومره موده د BBU د پالنې په هستوګنځي کې پاتې شئ؟
دا چې تاسو به څومره موده د پالنې په یوه هستوګنځي کې پاتې کېږئ، دا ستاسو د پناه غوښتنې په پروسې پورې اړه لري.
تر ټولو د مخه د پناه غوښتنې او بهرنیو د چارو فدرال اداره دا ارزوي چې آیا ستاسو د پناه غوښتنلیک پرېکړه به اوتریش کې کېږي او که نه (=د داخلې پروسه.) که چېرې تاسې خپلې پیسې نلرئ، په دې توګه تاسو د BBU د پالنې یوه هستوګنځي ته لېږدول کېږئ.
د هغو ځوانانو لپاره مالومات چې عمر یې تر ۱۸ کم دی |
شاید ته وکړای شې چې د خپلې کورنۍ څنګ ته یوه بل هېواد ته لاړ شې. که چېرې اوتریش ستا د پناه غوښتنې د پروسې مسئول وي، تا یوه بل هستوګنځي ته استوي، چې هلته به هم په کار پوه مسلکي خلک ستا خیال ساتي. ځینې ماشومان او ځوانان په BBU کې اوږده موده پاتې کېږي. |
که چېرې تاسو غواړئ چې سمدستي د خپلوانو او ملګرو خوا ته لاړ شئ او د هغوی سره غواړئ واوسېږئ، تاسو کولی شئ “شخصي” ژوند وکړئ (=په دې مانا چې خپله ځانته د اوسېدو ځای وټاکئ). د دې مطلب دا هم دی چې تاسو د پالنې له هستوګنځي څخه بهر ژوند کوئ او له ټولو هغو اسانتیاو بې برخې کېږئ چې هلته ورکول کېږي (لکه د بېلګې په ډول روغتیایي بیمه). که چېرې تاسو نغواړئ د ټولو دولتي اسانتیاو نه بې پرخې شئ، بیا باید تاسو د فدرال یالات پرېکړې ته په تمه شئ، مخکې له دې چې شخصي بهر ژوند پیل کړئ. د پالنې په هستوګنځي کې د مالوماتو څانګې سره د لا زیاتو مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره تماس کې شئ.