ستاسو کارپوهان او مرسته

څوک څوک دی؟

څوک څوک دی؟ -ستاسو کارپوهان او مرسته

تاسو کولی شئ له اړونده کارپوهانو څخه مرسته ترلاسه کړئ.

په کمپ کې څوک دي؟

ډیری کسان چې بېلابېلې دندې لري په کمپ کې کار کوي.

مدیر: اړونده مدیر یې زیاتره د “شیف” [باس] په نوم یادیږي. که چېرې کومې مرستې ته اړتیا لرئ نو کولی شئ تل هغه یا هغې ته ور شئ

ملاتړ: د پاملرنې کارکوونکي ستاسو لپاره شتون لري او له تاسو سره مرسته کوي. دوی بېلابېل فعالیتونه د آلماني ژبې کورسونه، سپورتي لوبې او بوختوونکې لوبې چمتو کوي. ایا تاسو د ناروغتیا احساس کوئ؟ ایا تاسو کومه پوښتنه لرئ یا هم مرستې ته اړتیا لرئ؟ د پاملرنې کارکوونکي به له تاسو سره مرسته وکړي. د پاملرنې کارکوونکي ژیړ رنګه واسکټونه اغوندي.

د پاملرنې ټول کارکوونکي ستاسو لپاره مسؤل دي. په دوی کې به یو کس ستاسو د لومړنی اړیکې کس وي او تاسو ته به ځانګړې پاملرنه کوي. له تاسو سره د اړیکې د شخص انځور ستاسو د خونې په دروازه کې ځوړند دی

INFORMATIONEN FÜR JUGENDLICHE UNTER 18 JAHREN
Ein Betreuer wird dein Bezugsbetreuer und sich sehr stark um dich kümmern. Ein Foto des Bezugsbetreuers hängt an deiner Zimmertür.

ډاکټر: یو ډاکټر به تاسو معاینه کړي. هغه غواړي پوه شي چې تاسو روغ یاست یا نه. دغه ډاکټر به ستاسو سږي معاینه کړي. که تاسو ناروغه یاست، هغه به تاسو ته درمل درکړي. که چېرې غواړئ کولی شئ واکسین هم ترلاسه کړئ. آیا تاسو د درد د درلودلو احساس کوئ؟ ایا تاسو د ناروغۍ احساس کوئ؟ مهرباني وکړئ ډاکټر ته یې په اړه ووایاست چې تاسو څه ډول احساس کوئ.

ارواپوه: یو ارواپوه به هم له تاسو سره خبرې وکړي. ایا تاسو د ناروغۍ احساس کوئ، ویره لرئ یا هم غواړئ د خپل ژوند په اړه له یو چا سره خبرې اترې وکړئ؟ ارواپوه ته اجازه ورکړئ چې په ستونزو مو پوه شي. هغه به ستاسو د ستونزې په اوریدو او مرسته کولو خوشحاله شي.

INFORMATIONEN FÜR JUGENDLICHE UNTER 18 JAHREN
تاسو کولی شئ له اړونده کارپوهانو څخه هر هغه پوښتنه وکړئ چې تاسو یې غواړئ. دوی به تاسو ته ځواب درکوي. دوی ستاسو لپاره وخت درکوي. تل په دې اړه پوښتنه وکړئ چې د خپلو کارپوهانو سره د اړیکې نیولو تر ټولو غوره لاره کومه یوه ده. د دوی د تلیفون د شمیرو غوښتنه وکړئ. متخصصینو ته زنګ ووهئ.
کله چې تاسو د BBU په کمپ کې ژوند کوئ نو یو “حقوقي مشاور” به له تاسو سره مرسته کوي. هغه ستاسو لپاره په وړیا ډول کار کوي. هغه ستاسو د پناه غوښتنې د پروسې په پیل کې ستاسو ملاتړ کوي، تر هغه چې تاسو خپل سپین کارت ترلاسه کړئ او تر هغه چې تاسو د BBU په کمپ کې یاست. هغه له دې څخه ډاډ ترلاسه کوي چې د پناه غوښتنې د پروسې په اوږدو کې ستاسو حقوقو ته درناوی کیږي. پوښتنه وکړئ چې حقوقي مشاورین ستاسو په کمپ کې په کوم ځای کې کار کوي. پوښتنه وکړئ چې: کله (کومه ورځ) حقوقي مشاورین کار کوي؟
ډیری ماشومان او تنکي ځوانان خپل حقوقي مشاور او استازي ته د “وکیل” [Anwalt] یا “Vakil” نوم اخلي.
ستاسو له لېږدولو وروسته (په اړه یې په 14 او 16 مو پاڼو کې نور ولولئ) به، تاسو ته هغه څه درکول کیږي چې د “Obsorgeberechtigter” [قانوني سرپرست] په نوم پیژندل کیږي. دغه کارپوه شخص به ستاسو خبرو ته غوږ نیسي. نوموړی له تاسو سره ستاسو د ژوند په چوکاټونو کې، ښوونځي ته په تللو، ستاسو د زده کړې سره، که تاسو روغتون ته د تللو اړتیا لرئ په ټولو برخو کې مرسته کوي. نوموړی ستاسو “قانوني استازی” هم دی، په دې معنا چې هغه ستاسو لپاره مهم اسناد لاسلیک کوي.
که تاسو غواړئ د خپلې کورنۍ د شرایطو په اړه له چا سره خبرې وکړئ نو د د ماشومانو او ځوانانو د هوساینې مرکز له تاسو سره مرسته کوي. د ماشومانو او ځوانانو د مدافعې دفتر د ماشومانو د حقوقو د ساتنې لپاره کار کوي. که تاسو غواړئ له دوی سره خبرې وکړئ، نو له یوه ټولنیز کارکوونکي سره اړیکه ونیسئ. دوی به تاسو ته د ماشومانو او ځوانانو د هوساینې له مرکز سره لیدنه مهالوېش کړي.

نور کارپوهان هم کولی شي له تاسو سره مرسته وکړي (تاسو به په 34 مه پاڼه کې اړوند معلومات او د اړیکې اشخاص پیداکړئ). (Informationen und Kontakte findest du hier).