!سلام! ښه ورځ

!سلام! ښه ورځ

تاسو اوس په اتریش هېواد کې یاست.
موږ هیله لرو چې تاسو په خوندي او ښې روغتیا کې رارسېدلي یاست.

دغه مالومات په اتریش کې ستاسو د پناه غوښتنې پروسه تشرېح کوي. دا مالومات تاسو ته ستاسو د حقونو او مکلفیتونو په اړه پوهاوی درکوي. د پناه غوښتنې له پروسې سره ښه اشنا شئ. تاسو باید پوه شئ، چې دا پروسه څه ډول پر مخ ځي.

موږ یاد مالومات ستاسو لپاره چمتو کړي دي. موږ د پناه غوښتنې په پروسه کې د کارپوهانو او ځوانانو یوه ډله یو. یاد مالومات مو په ګډه سره لیکلي دي.

اتریش په اروپا کې یو هیواد دی. اتریش د اروپایي ټولنې غړی دی. اروپايي ټولنه له ۲۸ هېوادونو، لکه جرمني، فرانسه، هنګري، یونان او نورو څخه جوړه ده. د اتریش پلازمېنه ویانا ده.

په اتریش کې ماشومان او تنکي ځوانان خوندي دي.
په اتریش کې، د پولیسو لخوا ستاسو ساتنه کېږي. تاسو دلته خوندي یاست.

ایا تاسو وېره لرئ؟ ایا څوک مو ګواښي؟
مهرباني وکړئ له پولیسو سره خبرې وکړئ.

ستونزې لرئ؟ پوښتنې لرئ؟

ایا تاسو نور معلومات غواړئ؟ ستاسو د پناه غوښتنې د پروسې په اړه داسې څه شته چې تاسونه پرې پوهیږئ؟ ایا ستاسو د پناه غوښتنې د پروسې ځینې برخې له هغه څه سره توپیر لري چې دلته یې یادونه شوې؟ دا امکان لري.

مهرباني وکړئ له هغه چا سره خبرې وکړئ چې تاسو ته د باور وړ وي. د بېلګې په توګه: ستاسو د BBU په کمپ کې د کاري ډلې له یوه غړي یا د کومې مرستندویه موسسې له غړي سره. (د حقوقي مشاورینو په اړه مالومات تاسو په دې لینک کې ترلاسه کولی شئ).

ته حقونه لرې او باید خپل حقونه وپېژنې. ته کولی شې مرسته ترلاسه کړې.

له ۱۸څخه کم عمر لرونکو ځوانانو لپاره مالومات
که تاسو تر ۱۸ کلونو څخه کم عمر لرئ، د BBU د ادارې حقوقي مشاور ته ورتلای شئ

مرستندویه ادارې له تاسو سره مرسته کوي او مشوره درکوي.

پتې یې تاسو دلته موندلی شئ:

پتې او موسسې

د موضوعاتو لړۍ
بېرته مخپاڼې ته
:وړاندې ولولئ
دی BBU دا