ایا تاسو یوه منفي پریکړه ترلاسه کړې ده؟

ایا تاسو یوه منفي پریکړه ترلاسه کړې ده؟

 

که پریکړه منفي وي. تاسو ته پناه نه درکول کیږي.
ایا تاسو باور لرئ چې د کډوالۍ او پناه غوښتنې فدرالي دفتر پریکړه ناسمه ده؟ تاسو او ستاسو استازی کولی شئ په ګډه د فدرالي اداري اړونده محکمې ته شکایت ولیکئ. ستاسو استازی به تاسو ته هر څه تشریح کړي او له تاسو سره به مرسته وکړي.

تاسو یواځې 4 اوونۍ وخت لرئ ترڅو خپل شکایت وړاندې کړئ.

INFORMATIONEN FÜR JUGENDLICHE UNTER 18 JAHREN
  • Wenn Du unter 18 Jahre alt bist, muss dein Vertreter die Beschwerde schreiben. Sprich schnell mit ihm, Dein Vertreter erklärt dir alles und hilft dir.

د فدرالي اداري اړونده محکمه کوم کارونه ترسره کوي

فدرالي اداري محکمه به ستاسو قضیه بیاځل وڅیړي. فدرالي اداري محکمه کیدای شي له تاسو څخه وغواړي چې په بله مرکه کې ګډون وکړئ. دغې لیدنې ته “Verhandlung” [اورېدنه] ویل کیږي. دا د کډوالۍ او پناه غوښتنې د فدرالي دفتر له لوري ترسره شويو مرکو ته ورته دي. په فدرالي اداري محکمه کې یو قاضي به ستاسو قضیه بیا وڅیړي. یو شفاهي ژباړونکی به یې هم بیا ځل مرسته وکړي.

Fotocredit: Harald A. Jahn

اړونده قاضي به بیا ګڼ شمېر پوښتنې وکړي. نوموړی غواړي پوه شي چې تاسو ولې بیرته خپل هیواد ته نه شئ تللی. تر ټولو مهمه داده چې تاسو یادو پوښتنو ته بیاځل ځواب ورکړئ. که چیرې یو داسې څه چې قاضي ووایي ناسم وي، تاسو یې باید په اړه وضاحت ورکړئ. په دې اړه له خپل حقوقي مشاور سره خبرې وکړئ.

کومې پریکړې ممکنې دي؟

• فدرالي اداري محکمه پریکړه کوي چې د کډوالۍ او پناه غوښتنې فدرالي دفتر باید ستاسو قضیه ډېره له نږدې وڅیړي. تاسو به د کډوالۍ او پناه غوښتنې فدرالي له دفتر څخه نوې پریکړه ترلاسه کړئ.

• فدرالي اداري محکمه پریکړه کوي چې د کډوالۍ او پناه غوښتنې فدرالي دفتر پریکړه نا سمه وه. په دې صورت کې به تاسو ته د اوسیدو حق درکړل شي. دا کیدای شي د پناه درکولو یا خوندیتوب بله بڼه وي.

• فدرالي اداري محکمه پریکړه کوي چې د کډوالۍ او پناه غوښتنې فدرالي دفتر پریکړه سمه ده. په دې سره په اتریش کې د پناه غوښتنې پروسه پای ته رسیږي.

ایا د فدرالي اداري محکمې څخه مو منفي پریکړه ترلاسه کړې ده؟

شکایت ثبت کړئ

په اړه یې له خپل حقوقي مشاور سره خبرې وکړئ. ځینې وختونه، د اساسي قانون محکمې او اداري محکمې ته شکایت کول مناسب وي. دا پیچلې ده؛ اړونده اصول او قواعد یې خورا سخت دي. تاسو به د دې شکایت لپاره د وکیل مرستې ته اړتیا ولرئ. وکیل د شکایت د لیکلو لپاره شپږ اوونۍ وخت لري.

په خپله خوښه راستنیدل

ښايي تاسو وغواړئ چې خپل هیواد ته بیرته ستانه شئ. دا یوه ستره پریکړه ده. په دې اړه له خپل قانوني سرپرست سره خبرې وکړئ. تاسو کولی شئ بیرته را وګرځئ، که ستاسو قانوني سرپرست اجازه ورکړي، او دا کار ستاسو لپاره مناسب وګڼل شي. په اړه یې له خپل حقوقي مشاور سره هم خبرې وکړئ.

تاسو د بیرته ستنیدو لپاره مرسته هم ترلاسه کولی شئ. د نورو معلوماتو لپاره د BBU اړوند د راستنیدو له مشورتي مرکز سره اړیکه ونیسئ: rueckkehr@bbu.gv.at. ایا تاسو د BBU په کمپ کې یاست؟ بيا به د بېرته ګرځولو مشاورين ستاسو کمپ ته راشي. د خپل پاملرنې له کارکوونکي څخه پوښتنه وکړئ چې، “په کمپ کې د راستنیدو مشاور کله شتون لري؟”

په جریان کې د توقیف له امله اخراج څه شی دی؟ "Gelinderes Mittel" [د توقیف بدیل] څه شی دی؟

توقیف د اخراج پاتې کیدل په دې معنا دي چې تاسو په بند کې یاست. په جریان کې د توقیف له امله ایستنه د هغو کسانو لپاره ده چې باید له اتریش هېواد څخه ووځي. مه وېرېږئ. ماشومان او تنکي ځوانان زیاتره د اخراج تر وخته پورې په توقیف کې نه ساتل کیږي. ایا تاسو په داسې توقیف کې یاست چې د اخراج په تمه وي؟ مهرباني وکړئ سمدستي د خپل قانوني مشاور یا استازي سره اړیکه ونیسئ. دا به تاسو ته اجازه درکړي چې شکایت وړاندې کړئ.
د توقیف بدیل په دې معنا دی چې تاسو اړتیا نه لرئ چې په جریان کې د توقیف له امله له هېواد څخه وویستل شئ. د توقیف بدیل په دې معنا دی چې تاسو یې باید په اړه په منظمه توګه پولیسو ته راپور ورکړئ.