که تاسو سپین کارت لرئ؟ اوس به څه کیږي؟

که تاسو سپین کارت لرئ؟

اوس به څه کیږي؟

تاسو ته یو سپین کارت درکول کیږي. سپین کارت په دې معنا دی چې ستاسو د پناه غوښتنې پروسه به په اتریش کې وي. تاسو له BBU څخه ایستل کېږئ. تاسو ته به د اوسیدو لپاره یو نوی ځای هم درکول کیږي. تاسو ښايي د اتریش هېواد بلې برخې ته، بل فدرالي ایالت ته ولیږدول شئ. ستاسو د پاملرنې کارکوونکی نه پوهیږي چې تاسو چیرته ځئ. هغه به خوشحاله شي چې د بېلابېلو استوګنځایونو په اړه ستاسو پوښتنو ته ځواب ووايي. که تاسو خپلوان لرئ او غواړئ له دوی سره نږدې ژوند وکړئ، مهرباني وکړئ په اړه یې دوی ته ووایاست.

INFORMATIONEN FÜR JUGENDLICHE UNTER 18 JAHREN
  • Wenn du Verwandte hast, bei denen du in der Nähe wohnen möchtest, sag es.

دا ښايي یو څه وخت ونیسي ترڅو د اوسېدو لپاره یو ځای پیدا شي. مهرباني وکړئ تر خپل لېږد پورې صبر وکړئ. که چیرې انتظار درته ستونزمن وي نو د خپلې پاملرنې له کارکوونکي یا ارواپوه سره خبرې وکړئ.

INFORMATIONEN FÜR JUGENDLICHE UNTER 18 JAHREN
  • ایا تاسو له والدینو پرته په اتریش کې یاست؟ موږ پوهېږو چې ستاسو به خپل والدین ډېر زیات یادیږي. ستاسو له لیږد وروسته به، تاسو ته هغه څه درکړل شي چې د “قانوني سرپرست” په نوم پیژندل کیږي. دغه کارپوه شخص به ستاسو خبرو ته غوږ نیسي. نوموړی له تاسو سره ستاسو د ژوند په چوکاټونو کې، ښوونځي ته په تللو، ستاسو د زده کړې سره، که تاسو روغتون ته د تللو اړتیا لرئ په ټولو برخو کې مرسته کوي. نوموړی ستاسو “قانوني استازی” هم دی، په دې معنا چې هغه ستاسو لپاره مهم اسناد لاسلیک کوي. که تاسو غواړئ، هغه به ستاسو له والدینو سره هم خبرې وکړي.

د ماشومانو حقوق

ماشومان هم خپل حقوق لري. په اتریش کې د ماشومانو د وهلو اجازه نشته. له دوی سره باید بد چلند و نه شي. لویان باید دوی ته غوږ ونیسي. د خپل نظر په ویلو کې ویره مه کوئ.

هیچا ته اجازه نشته چې تاسو کار کولو ته اړ باسي. تاسو اجازه لرئ چې ښوونځي ته لاړ شئ او زده کړې ترلاسه کړئ. که د کوم څه په اړه نه پوهېږئ نو غږ وکړئ. لویان باید دا تشریح کړي ترڅو تاسو پوه شئ.

تاسو ښايي نور ماشوم و نه غواړئ. خو تاسو لاهم نه شئ کولی د هر څه په اړه په خپله پرېکړه وکړئ.

د یو څه ذ زده کولو لپاره تر 18 کلنۍ پورې وخت ورکړئ. د الماني ژبې زده کړه. له هغو کارپوهانو سره خبرې وکړئ چې ستاسو لپاره د لاسرسي وړ دي. دوی به له تاسو سره د هغه څه په اړه په فکر کولو کې مرسته وکړي چې تاسو یې ترسره کول غواړئ. دوی به درته واضح کړي چې تاسو په اتریش کې کوم امکانات لرئ.