اوس به څه کیږي د پناه غوښتنې په پروسه کې؟

اوس به څه کیږي د پناه غوښتنې په پروسه کې؟

دا به څو اوونۍ وخت ونیسي، بیا به تاسو د کډوالۍ او پناه غوښتنې له فدرالي دفتر سره مرکه وکړئ.
د پناه غوښتنې د پروسې په اوږدو کې، چارواکي غواړي پوه شي چې ولې تاسو بیرته خپل هیواد ته نه شئ تللی. ستاسو قانوني سرپرست به عموماً له بل کارپوه شخص څخه وغواړي چې د پناه غوښتنې په پروسه کې ستاسو استازیتوب وکړي؛ ځینې وختونه ښايي هغه په خپله ستاسو استازیتوب وکړي. ستاسو حقوقي مشاور به تاسو ته ووایي چې څه پیښیږي! د مرکې لپاره چمتووالی ونیسئ. ستاسو حقوقي مشاور به له تاسو سره مرسته وکړي.
ستاسو مرکه کوونکی/د قضیې څښتن مخکې له مخکې ستاسو ټول اسناد لوستلي دي. اوس د قضیې څښتن غواړي پوه شي چې تاسو ولې خپل هیواد پریښود او ولې بیرته نه شئ ور تللی. نوموړی به له تاسو څخه ډیرې نورې پوښتنې هم وکړي. ځواب ورکړئ او هر څه ورته ووایاست، حتی که تاسو مخکې په مرکه کې ویلي هم وي. که دا کار تاسو ته ستونزمن، مهرباني وکړئ په اړه یې ووایاست.
نوموړی بیا کولی شي پریکړه وکړي چې آیا تاسو به په اتریش کې پناه ترلاسه کړئ او که نه.

INFORMATIONEN FÜR JUGENDLICHE UNTER 18 JAHREN
  • Meistens bittet dein Obsorgeberechtigter einen anderen Experten, dich im Asylverfahren zu vertreten, manchmal vertritt er dich selber. Dein Rechtsberater informiert dich!
  • Bereite dich auf das Interview vor. Dein Rechtsberater hilft dir.
  • Du möchtest nur von einer Frau interviewt werden? Du möchtest nur von einem Mann interviewt werden? Bitte sag das vorher deinem Rechtsberater.

ایا تاسو غواړئ چې یواځې د یوې ښځې په واسطه درسره مرکه وشي؟ ایا تاسو غواړئ چې یواځې د یوه سړي له لورې دې درسره مرکه وشي؟ مهرباني وکړئ دغه خبره مخکې له مخکې خپل حقوقي مشاور ته ووایاست.

اړونده مرکه محرمه ده. دا په معنا ده چې هیچا ته اجازه نشته چې هغه څه چې تاسو یې وایئ له بل چا سره شریک کړي. ستاسو په هېواد کې به هيڅوک نه پوهيږي چې تاسو څه وایاست.

په مرکه کې څوک دی؟

  •  تاسو
  •  ستاسو حقوقي مشاور. نوموړی به ستاسو ملاتړ وکړي. خو نوموړي ته اجازه
    نشته چې ستاسو لپاره خبرې وکړي
  •  د قضیې څښتن د کډوالۍ او پناه غوښتنې له فدرالي دفتر څخه.
    نوموړی به مرکه ترسره برابره کړي. هغه تاسو ته اړوند معلومات درکوي.
    تاسو کولی شئ له هغه څخه هرڅه وغواړئ.
  •  ملګری/د پاملرنې کارکوونکی/د اعتبار وړ شخص. ایا داسې څوک شته چې تاسو پرې باور لرئ؟ کله چې دغه شخص هلته شتون لري ایا تاسو د خوندیتوب احساس کوئ؟ تاسو کولی شئ له دې شخص څخه وغواړئ چې له تاسو سره راشي. اړونده شخص اجازه نه لري چې ستاسو په استازیتوب خبرې وکړي.
  •  شفاهي ژباړونکی. آیا تاسو د شفاهي ژباړونکي په خبرو نه پوهېږئ؟
    مهرباني وکړئ سمدلاسه یې په اړه ووایاست. په دې کې هیڅ منفي پایلې شتون نه لري.
د قضیې څښتن ښايي داسې پوښتنې هم وکړي چې تاسو مخکې هم اوریدلي وي. تاسو ښايي په پخوانیو مرکو کې دوی ته ځواب ورکړی وي. د قضیې څښتن له ځانه سره یو لیست لري. نوموړی باید ټولې پوښتنې وکړي. مهرباني وکړئ دوی ته یې په اړه بیا ځواب ورکړئ

اړونده مرکه څه ډول ترسره کیږي

1. ټولو اشخاصو ته ښه راغلاست ویل کیږي. هرڅوک د خپل نوم په ښودلو سره ځان معرفي کوي.

2. ستاسو حقوق او مکلفیتونه درته تشریح کیږي.
بېلګه: تاسو حق لرئ چې دمه واخلئ.
بېلګه: تاسو مکلفیت لرئ چې ریښتیا ووایاست او هر هغه څه ووایاست چې تاسو پرې پوهېږئ. ایا تاسو کوم څه له ویلو څخه پټوئ؟ که چیرې د کډوالۍ او پناه غوښتنې فدرالي دفتر په دې خبر شي، نو ستاسو د پناه غوښتنې په پروسه کې به ستونزې رامنځته شي.

3. مرکه کوونکی له تاسو څخه ځینې ساده پوښتنې کوي.
بېلګه: ستاسو نوم؟ ستاسو کورنۍ؟ ستاسو والدین؟ ستاسو ښوونځی / ستاسو مسلک؟ ستاسو اسناد؟

4.ستاسو تېښته. اوس تاسو ووایاست چې ولې تښتیدلي یاست او ولې پناه غواړئ. د قضیې څښتن له تاسو څخه ګڼ شمېر پوښتنې کوي: څه پیښ شوي وو؟ تاسو ولې وتښتېدلئ؟ تاسو ولې بیرته نه شئ تللی؟

مهرباني وکړئ دوی ته خپله کیسه په دقیقه توګه ووایاست. مهرباني وکړئ دوی ته ټول اړوند توضیحات وړاندې کړئ. دا ستاسو د پناه غوښتنې په اړه د پریکړې لپاره مهم دي. هر څه چې تاسو غواړئ هغه ووایاست. تاسو ډیر وخت لرئ. ایا تاسو د خپلې کیسې د ویلو پر مهال د خفګان یا وېرې احساس کوئ؟ ایا د هغې ویل درته ستونزمن دي؟

تاسو کولی شئ ووایاست چې تاسو دمې ته اړتیا لرئ. له خپل حقوقي مشاور سره یې په اړه خبرې وکړئ. که چیرې د خبرو کول درته ډېر ستونزمن وي نو نوموړی کولی شي له تاسو سره مرسته وکړي.

INFORMATIONEN FÜR JUGENDLICHE UNTER 18 JAHREN
  • Sprich mit deinem Rechtsberater. Er kann dir helfen, wenn es zu schwer ist, weiter zu erzählen.

مهرباني وکړئ هرڅه ریښتیا ووایاست. تاسو په خپله کیسه باندې خپله ښه پوهېږئ. که داسې ځواب هم شتون ولري چې تاسو یې په اړه نه پوهیږئ؟ ورته ووایاست چې “زه نه پوهیږم”. یواځې هغه څه ووایاست چې تاسو پرې په ډاډ سره پوهیږئ. کوم مشکل نه لري.

ایا یو لغت یا پوښتنه شته چې تاسو پرې نه پوهیږئ؟
په اړه یې د وضاحت غوښتنه وکړئ.