ستاسو د زېږېدو ورځ - ستاسو عمر

ستاسو د زېږېدو ورځ - ستاسو عمر

په اتریش کې ستاسو عمر مهم دی. هغه کسان چې عمرونه یې له 18 کالو څخه پورته وي “بالغین” ګڼل کیږي. ماشومان او تنکي ځوانان “نابالغ” افراد دي. له ماشومانو او تنکيو ځوانانو اړونده چارې د لویانو په پرتله په بل ډول پر مخ وړل کیږي. مهرباني وکړئ د خپل عمر په اړه ریښتیا ووایاست.

هره نیټه د نورو تقویمونو له هغو څخه توپیر درلودلی شي. پولیس به دا کار وکړي.

دا مهمه نه ده چې تاسو د خپل عمر اړوند د اروپايي نېټه نه پېژنئ. پولیس، فدرالي دفتر یا ستاسو حقوقي مشاور کولی شي د نېټو د نورو تقویمونو څخه هره نیټه بدله کړي.

INFORMATIONEN FÜR JUGENDLICHE UNTER 18 JAHREN
  • ځینې ماشومان او تنکي ځوانان داسې اسناد نه لري چې وښيي چې عمر یې څومره دی. ځینې وختونه دوی اړتیا لري چې خپل عمر په ګوته کړي. په دې توګه دوی باید “د عمر د تشخیص” له پروسې څخه تیر شي
  • د عمر تشخیص په دې معنا دی چې: یو ډاکټر د شخص هغه طبي معاینات ترسره کوي چې عمر ټاکي. د لاس ایکسري، د غاښونو ایکسرې، د بدن معاینه

څه به وشي که تاسو نه غواړئ چې د ډاکټر پر وړاندې جامې وباسئ؟

خو بیا هم په هر صورت مهرباني وکړئ د لیدنې ځای ته ورشئ. ورته ووایاست چې تاسو نه غواړئ جامې وباسئ. په دې کې هیڅ منفي پایلې شتون نه لري.

پایله یې؟

ډاکټر د معایناتو پایله د کډوالۍ او پناه غوښتنې له فدرالي دفتر سره شریکوي. د کډوالۍ او پناه غوښتنې فدرالي دفتر به تاسو ته ووایي چې ایا تاسو “نابالغ” یاست (له 18 څخه کم) یا “بالغ” (له 18 څخه مو عمر زیات دی). دا بیا د اتریش چارواکو لپاره ستاسو ټاکل شوی عمر دی.

که تاسو بالغ یاست (د 18 څخه زیات عمر لرئ) نو ستاسو کارونه به په متفاوت ډول پر مخ وړل کیږي. تاسو به د لویانو لپاره په ټاکل شویو کورونو کې ژوند کوئ. تاسو ښايي د اروپايي اتحاديې (EU) اړوند بل هیواد ته بیرته لاړ شئ (کولی شئ په 12 مه پاڼه کې د ډوبلین د مقررې په اړه معلومات پیداکړئ)

INFORMATIONEN FÜR JUGENDLICHE UNTER 18 JAHREN
  • تاسو ښايي فکر وکړئ چې عمر مو غلط دی. هرڅومره ژر چې تاسو د پناه غوښتنې په پروسه کې لومړنۍ پریکړه ترلاسه کړئ، تاسو کولی شئ دې پایلې ته “نه” ووایاست، یا په بل عبارت، تاسو یې پر وړاندې شکایت کولی شئ (نور معلومات په 20 پاڼه کې پیداکړئ).
  • Vielleicht ist das Alter für dich falsch. Sobald du in deinem Asylverfahren eine erste Entscheidung bekommst, kannst du zu diesem Resultat „nein“ sagen, also dich beschweren (mehr Informationen hier).