اتریش ته رارسیدل

اتریش ته رارسیدل

هر هغه څوک چې په اتریش کې د پناه غوښتنه کوي (یا “د پناه غوښتنې غوښتنلیک سپاري”) یو خوندي ځای ته لېږدول کېږي. په فدرالي ایالتونو کې هم خوندي ځایونه شته. ایا تاسو له ۱۸ کلونو څخه کم عمر لرئ؟  بیا به تاسو هغه خوندي ځای ته لېږدول کیږئ چې د استوګنې د لومړني مرکز “Erstaufnahmestelle” په نوم پیژندل کیږي. د استوګنې لومړنی مرکز د کوز اتریش د فدرالي ایالت په Traiskirchen کې دی. Erstaufnahmestelle Ost [د استوګنې لومړني مرکز ختیځ] په Traiskirchen کې د اړونده کېمپ رسمي نوم دی. د اتریش په نورو ځایونو کې هم د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره کمپونه شته، د بیلګې په توګه هغه استوګنځایونه چې په Reichenau an der Rax یا Korneuburg کې دي.

په Traiskirchen کې به تاسو ته د کاري ډلې له لورې هرکلی ویل کیږي. د کاري ډلې غړي به له تاسو څخه دا پوښتي چې، “ایا تاسو وږي یاست؟” یا “ایا تاسو جامو ته اړتیا لرئ؟” دوی به ستاسو د نوم او عمر په اړه هم تاسو وپوښتي. تاسو به له نورو ځوانانو سره په کور کې یوه کوټه ترلاسه کړئ.

تاسو به را ورسېږئ او د پېژندنې یو کارت به درکړل شي.
ستاسو د پېژندنې کارت مهم دی. تاسو باید تل خپل د پېژندنې کارت له ځانه سره ولرئ. که پولیس درڅخه پوښتنه کوي، مهرباني وکړئ خپل اړونده کارت ورښکاره کړئ.

شین کارت: د داخلې پروسه پېلېږي (د پناه غوښتنې د پروسې په اړوند لا زیات مالومات دلته ترلاسه کولی شئ). تاسو چېرته اوسېږئ؟ ایا تاسو په Traiskirchen یا د BBU اړوند په بل کمپ کې یاست؟ تاسو کولی شئ له کمپه ووځئ، خو باید ډیر لیرې ورڅخه سفر و نه کړئ.

سپین کارت: ستاسو د پناه غوښتنې پروسه په اتریش هېواد کې ده. تاسو ته به د اوسېدو لپاره نوی ځای درکول کیږي. تاسو ښايي د اتریش هېواد بلې برخې یا بل فدرالي ایالت ته ولیږدول شئ. دا ښايي یو څه وخت ونیسي ترڅو د اوسېدو لپاره یو ځای پیدا شي.

د هغو ځوانانو لپاره مالومات چې عمر یې تر ۱۸ کم دی
ته کولی شې تل د کارپوهانو نه مشوره واخلې. د خپل حقوقي مشاور د تېلفون شمېره درسره ولیکه

ایا ستاسو د کورنۍ څوک په اتریش کې ژوند کوي؟ مهرباني وکړئ په اړه یې د کډوالۍ او پناه غوښتنې فدرالي ادارې ته ووایئ. تاسو کولی شئ د پاملرنې د څانګې کارکوونکو ته هم ووایاست او له هغوی څخه وغواړئ چې دغه معلومات فدرالي ادارې ته ورسوي.

مخکینۍ پاڼه
دا BBU دی
د موضوعاتو لړۍ
بېرته مخپاڼې ته
وړاندې ولولئ
څوک څوک دی؟